سپینه ماڼی دایران پراټومی مرکزبمباري ته ځان چمتوکوی!
ژباړونکی: ((عزیزاحمدخوارمل)) ژباړونکی: ((عزیزاحمدخوارمل))

دلمړی ځل دپاره دامریکی مطبوعات د((سیمون هرش )) له خولی لیکۍ
سپینه ماڼی دایران پراټومی مرکزبمباري ته ځان چمتوکوی!

 

 بوش د((ایران کنترول)) داسی یوعمل بولی چې دده په نوم  به په تاریخ کې ثبت سی اوپدی باوری دی که دی دغسی کار ونکړی ،نوهیڅ بل داسی  جمهوررئیس به  نه دجمهوریت غوښتوونکونه اونه ددموکراتونونه به داعمل په زړه ورتوب سره به ترسره نکړی!دبوش  له دی جملی څخه دامریکی بهانی اودخبروموضع دایران داټومی مرکزدبمباردیدو دپاره دادی : دامریکی داطلاعاتوپربنسټ  دنطنزپه اټومی  ودانییوکی  (۵۰۰۰۰) پنځوس زره سانتریفوژونه ترمځکی لاندی  په ژورځای کی موجودي دی چې دشلو(۲۰) هستوی خولی ګګو دیورانیوم دغنی کول اوذخیره کول دپاره کافی دي .

په داسی حال کی چې  یوشمیرنظامی اوامنیتی  مربوطه  هئیت دملی امنیت دشورااودسپاه پاسدارانو دقوماندانانودشورادغړوڅخه،دعلی خامنه ای په امراودستورپه واشینګتن کی دسپینی ماڼی سره دیوی کړکی دخلاصولودپاره دخبراتروپه انتظارکی دی،دنیویورکرمجلی دلمړی ځل دپاره په ډیرصراحت سره دایران داټومی مرکز دبمباردیدو په هکله لیکلی . نیویورکرپه خپل یوه ګنه کی داپریل پر(۷)اوومه نیټه داسی ولیکل :

دبوش دولت قصدکړی دی چې دایران اټومی مرکز په پراخه پیمانه  سره بمباردکړی .اودبوش دولت په خپلوبمباردیدوسره دایران  دمشکوکوهستوی ،اټومی  ټول وداني،جوړښتونه ،ساختمانونو اومرکزونه به  له منځه یوسی .

په دی مقالی کی  نامتوورځپاڼه لیکوونکی «سیمورهرش» ولیکل:

په سپینه ماڼی کی بوش اونورکسان دایران جمهررئیس احمدی نژاددیوداسی کس په حیث پیژنی چې دادلف هیتلرپوتانسیل لری . یوامریکی جګپوری چارواکی بیله داچې دځان نوم واخلی اوځان راوپیژنی وویل :

په سپینه ماڼی  کی دغسی یوه څیړنه داحمدی دنژادپه هکله شته دی .

دپنتاګون یوبل مشاور هم وویل : سپینه ماڼی باورلری  چې دحل یوازنۍ لاره دایران دواک په جوړښت کی بدلون دی اودغه یعنی جګړه.

سیمون هرش دامریکی دامنیت اواطلاعاتودیوپخوانی چارواکی له خولې وایې چې هغه پرایران باندی دیرغل اوعملیاتو پلان یې لیدلی دی چې خورا ستراولوی تهاجمی یرغل اودعملی کیدووړوباله . هغه وایي دنظامی بمبارویودوامداره پلانیزه یرغلونه دایران ددولتی چارواکو تحقیرییدل دی  اوخلک به په دی وتوانیږی چې ددولت پرضد ښورښ وکړی اوددولت په منځه وړلوکی ګامونه اوچت کړی  .

نیویورکرلیکی : په دغه ورستیو اونیو کښی جمهورئیس یو شمیرلیدنی اوکتنی اومهمی خبراتری یې  دایران داټومی مسایلوپرسر دیوڅوتنوسناتورانواودکنګری داستازوسره لرلي چې  یودموکرات  سناتورهم په دی کتنۍ کی  حضور درلود.

دامریکی یولوړپوری چارواکی وایې : دایران پرضد داټومی وسلو څخه داستعمالولودوړاندیزه څخه ، دامریکی یوشمیرنظامی جګپوړوچارواکودغه وړاندیز ندی  منلی ،حتی دامریکی داردویو شمیر جګپوړی افسرانوداسی ویلي یې دی  که پرایران باندی دیرغل په  وخت کی  داټومی وسلوڅخه کار واخیستل شی  موږ به دخپلو دمقامونواودندوڅخه لاس واخلو .دوی ویلي  دی که داټومی وسلوداستعمالولو پردغه طرحې  چې پرایران باندی  عملی کیږی بل یو نوی نظروړاندی نسی دوی به خپل ځانونه  له دندونه کوښه کړی .

دپنتاګون مشاور وایې : دنظامیانوپه منځ کی داټومی وسلواستعمالول دنورو ملیتونوپه وړاندی په امریکی کی دغه رنګه نظروجودلری ۰

یوشمیرمشاورینوداپه جدی توګه په ګوته کوی اواخطارورکوی . دغه یرغل به دیوځنځیری عکس العمل پیل به په نړی کښی دامریکیانواودامریکی ددولت په وړاندی به وی اودحزب الله دقدرت اخیستلو سبب  به هم وګرځې . یوبل مشاورپه دی هکله داسی وایې کله چې عملیاتوته ورننوتلواوورداخل سولودایران لویدیزی سیمی به لکه شمعی روښانه شی .

یوه بله اطلاعاتی منبعی په ډیرواحساساتواووهیجاناتوسره دیوی غیرنظامی جګپوړی لارښوددخولي یې ویل :بوش کاملآ ډاډمن دی چې ایران تر هستوی بمباریو لاندی   راولو  اوبایددغه  کاروشی اوبوش  باوری  دی چې هيڅ دموکرات او جمهوریت غوښتوونکی  راتلوونکی جمهوررئیس  به یې په اجراکولوجراات ونلری . دغه جګپوری چارواکی اضافه کوی:

دبوش دپاره د« ایران کنترول » هغه پیل دی چې په تاریخ کې به یې نوم ثبت سی ،دامریکی داطلاعاتو پربنسټ دنطنزپه اټومی ودانییوکی دپنځوسوو«۵۰۰۰۰» زروسانتریفوژ ونه دمځکي لاندی په ژورځای کې دې چې دشلو «۲۰»هستوی خولی ګګودیورانیمودغنی کولو اودذخیره کولو دپاره کافی دي .

هغه«سیمورهرش»دایران دبمباریدوپه هکله وایې:کله چې ما داخبرواوریدل زه شوکه سولم،سوچ مې کول  چې دوی کوم شی دوده وی یا یې سوزه وي او لوګې  یې راباسی؟

 

 

 


April 10th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی